روس پلوو بېلتونپالو روسیې ته د اوکراین د ختیځ د ځینو سیمو د اوسېدونکو د لېږد خبر ورکړی دی.
لویدیځو هېوادونو خبرداری ورکړی چې روسیه د اوکراین د نیولو لپاره د پلمو په لټه کې ده.
د راپورونو له مخې ولسمشر ولادیمیرپوتین له اوکراین سره پر پوله د پرتې سیمې- رستوف د بېړنیو حالاتو وزارت ته امر کړی چې هغو خلکو ته چې د اوکراین له ختیځه روسیې ته راځي لازم امکانات برابر کړي.
دا اعلان د اوکراین په ختیځ کې د نښتو له تودېدو وروسته کېږي.
سپینه ماڼۍ وايي، ولسمشر جو بایډن خبرداری ورکړی چې د روسیې له خوا د اوکراین د اشغال احتمال ډېر نژدې شوی دی.