په داسې حال کې چې د پېکېنګ د ژمني المپیک د پای ورځې رانژدې کېږي ناروې د سرو زرو د ۱۵ مډالونو په ګټلو سره تراوسه د جدول په سر کې ده.
جرمني لس مډالونه اخیستي او دوهم ځای یې خپل کړی.
د ژمني المپیک کوربه چین تردې دمه په څلورم ځای کې دی، خو دا سیالۍ نن او سبا هم دوام کوي.
د ژمني المپیک لوبې په ۱۷ ورزشي څانګو کې د فبروري په څلورمه پیل شوې او ټاکل شوې چې سبا (د فبروري په شلمه) پای ته ورسېږي.