د افغانستان یو مشهور سندرغاړی مختار مجید په امریکا کې ومړ.
د مجید کورنۍ ته نږدې سرچینو او ملګرو له هغې ډلې وتلي سندرغاړي فرهاد دریا د هغه مړینه تایید کړې ده.
مجید ۵۸ کلن و او ویل کېږي چې د سرطان له ناروغیه کړېده.
مختار مجید په ۱۹۸۰ لسیزه کې له فرهاد دریا، اسد بدیع او جاوېد راهي سره په ګډه د باران موسیقي ډله جوړه کړې وه.
افغان سندرغاړي فرهاد دریا په خپل فیسبوک باندې د مختار مجید د مړینې په تړاو یو پوسټ لیکلی: "ژړا ماته اجازه نه راکوي چې څه ولیکم. نن ما یو ورور، یو ملګری، یو یار، او یو شاهد له لاسه ورکړ، د ژوند نیمایي یادونه. نن مې مختار مجید – مُخي –له لاسه ورکړ."
مختار مجید شپږ میاشتې وړاندې له فرهاد دریا او قیس الفت سره خپله یوه پخوانۍ 'وطندار ګلم عیدت مبارک' سندره ثبت کړې وه.