فرانسه وایي د ایران او د نړۍ د قدرتونو ترمنځ د شوي اټومي تړون ژغورنې ته یوازې څو ورځې پاته دي.
د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ژان لودریان وايي، اوس د سیاسي غوراوي حق له تهران سره دی چې د ۲۰۱۵کال تړون په اړه څه کوي.
لودریان پرون د خپل هېواد پارلمان ته وویل، د اټومي تړون د ژغورنې هڅې وروستي پړاو ته رسېدلي او په خبره یې اوس په اوونیو کې نه، بلکې په ورځو کې باید په دې اړه پرېکړه وشي.
د ایران ستر مرکچي علي باقري بیا پر خپله ټویټرپاڼه له لوېدیځو قدرتونو غوښتنه کړې چې باید ریښتیني و اوسي.
د دغه اټومي تړون د بیا فعالولو لپاره په ویانا کې خبرې روانې دي.