د افغانستان بانک ۶۱۸ میلیونه افغانۍ زاړه نوټونه وسوځول

افغانۍ روپۍ

د افغانستان بانک ۶۱۸ملیونه زاړه افغانۍ نوټونه وسوځول.

د افغانستان بانک ویاند صابر مومند ازادي راډیو ته وویل، د افغانستان بانک د قانون د ۳۹ او ۴۲ مادې پر بنسټ شپږ ۶۱۸ ملیونه زاړه د سلګون، شلګون او لسګون افغانۍ نوټونه چې د استفادی وړ نه وو، وسوځول.

د افغانستان بانک له افغانانو غواړي چې په ورځنیو راکړو ورکړ کې د افغانۍ بانک نوټونو په ساتنه کې هڅه وکړي، په دې وروستیو کې په بازار کې زاړه افغانۍ نوټونه ډېر شوي دي.