په غزني کې صنعت کاران وايي، د طالبانو له راتګ سره د برښنا په پرچاوي کې زیاتوالی راغلی دی.
دغه صنعت کاران وايي دلته به هېڅ برښنا نه پرې کېده، خو اوس د ورځې له څلور تر پنځو ساعتونو، حتا ټوله ورځ پرې وي چې له امله یې د دوی کارونه سخت خراب شوي دي.
دوی د طالبانو له حکومته غواړي د برښنا ستونزه حل کړي څو د خلکو کارونه روان شي.
د غزني اسېدونکي او صنعت کاران په داسې حال کې دغه خبره کوي چې د طالبانو له راتګ سره په ټول افغانستان کې د برښنا په برخه کې ستونزې زیاتې شوې دي.
خو د طالبانو د حکومت سیمه ییز چارواکي بیا د غزني اوسېدونکو ته ډاډ ورکوي او وايي، دوی هڅه کوي چې د برښنا د دغې پرچاوۍ مخه ډب کړي.
غزني ته هم له ازبکستانه وارداتي برښنا راغلې ده.