نن په خوست کې د سرې میاشتې ټولنې د رضا کارانو له خوا پر زرو بې وزلو او غریبو کورنیو باندې د خوراکي توکو د مرستو د بستو د وېشلو بهېر پیل شو.
یاده مرسته د المان هېواد د سولې کلي په نوم بنسټ له خوا برابره شوې ده.
د سرې میاشتې رضا کارانو وویل، دوی د مستحقینو په غوراوي کې پوره زحمت ګاللی او یوازې د خوست د مرکز له اړوندو سیمو څخه يې زر کورنۍ انتخاب کړي دي.
د خوست د سرې میاشتې رئیس مفتي ذین العابدین ازادي راډیو ته وویل چې د دې مرستو په بستو کې ۹ قلمه بېلابیل خوراکي توکي په کې دي چې د هرې بستې بیه شااوخوا ۸ زره افغانۍ ده.
بل لوري ته یو شمېر بې وزله کورنۍ شکایت کوي چې مرسته کوونکو ته پرله پسې ورتګ سره، سره هم د دوی نومونه دمرستو په لیستونو کې نه لیکل کیږي.
د سرې میاشتې د سویل ختیځ زون مسؤل مولوي الیاس خېل ناصري وايي دوی له دې مخکې په میدان وردګو، غزني او د پکتیا مرکز ګردیز کې هم زرو، زرو کورنیو ته د خوراکي توکو ورته بستې وېشلي دي.