طالبانو هوډ کړی چې د کابل-کندهار لویه لاره بېرته ورغوي

ارشیف، د کابل-کندهار لار

د طالبانو د ټولګټو وزارت هوډ کړی چې د کابل-کندهار لویه لاره بېرته ورغوي.

دغه وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې تخنیکي ټیمونو یې دغه لار کتلې او د اساسي رغونې پر پلان یې کار روان دی.

اعلامیه کې راغلي چې د راتلونکي لمریز کال په لومړیو کې به د لارې د رغولو عملي چارې پیل شي.

د کابل- کندهار نژدې ۵ سوه کیلو متره لار د ماین چاودنو، سړکونو کې د چاکونو او د قیر د ښکته تللو له کبله ډېره ویجاړه شوې او مسافر یې تل په اړه شکایتونه کوي.