طالبان: نامعلومو کسانو کاپیسا کې ۲ طالبان او ۳ عام کسان وژلي

د افغانستان په نقشه کې د کاپیسا ولایت

د طالبانو چارواکي وایي، کاپیسا کې دوه طالبان او درې عام کسان د نامعلومه کسانو په برید کې وژل شوي دي.

د طالبانو د ویاند مرستیال بلال کریمي نن رسنیو ته ویلي، دغه دوه طالبان د پخواني جهادي قوماندان حبیب افغان د خپلوانو په موټر کې سپاره وو چې برید لاندې راغلل.

د طالبانو په خبره وژل شوي ملکیان د همدې قوماندان خپلوان دي.

سملاسي د وړمې شپې دې برید مسولیت کومې ډلې نه دی منلی، خو طالبان یې د "د ښمنو کړیو" کار بولي او وایي په تړاو یې دوه مشکوک کسان نیول شوي دي.