د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی وايي دا ټولنه د ملګرو ملتونو او غیرحکومتي موسسو له لارې له افغانانو سره ۵۰۰ میلیونه یورو مرسته کوي.
توماس نیکلسن پرون ماښام پر ټویټر په یوه بیان کې ولیکل، دا مرسته به په بېلابېلو برخو، لکه د خوړو، روغتیا او پوهنې په برخو کې ولګول شي.
نیکلسن لیکلي چې اروپايي ټولنه د افغانستان له خلکو سره پر خپلو ژمنو ولاړه ده.
د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي دا بیان پرون وروسته له هغه ورکړ چې د قطر په پلازمېنه دوحه کې یې د طالبانو د حکومت له پلاوي سره وکتل.
ملګرو ملتونو اړوندو ادارو ویلي دي چې د افغانستان میلیونونه وګړي د خوړو د موادو له جدي کمښت سره مخامخ دي.