د امریکا ولسمشر جو بایډن: پر اوکراین د مسکو د یرغل احتمال شته

د امریکا ولسمشر جو بایډن

د امریکا ولسمشر جو بایډن وايي، واشنګټن تراوسه د اوکراین سرحد ته نژدې د روسي ځواکونو د وتلو نښې نښانې نه دي لیدلي.

ښاغلي بایډن تېره شپه ملت ته په وینا کې همدا راز خبرداری ورکړ چې پر اوکراین د مسکو د یرغل احتمال شته.

بایډن وویل، دی هیله من دی چې ډپلوماسي به نتیجه ورکړي خو زیاته یې کړه چې متحد ایالات دا چمتووالی لري چې پر اوکراین د برید په صورت کې روسیه د سختو بندیزونو په وسیله په نښه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د روسیې دفاع وزارت پرون د اوکراین سرحد ته له نژدې سیمو څخه د خپلو پوځي ځواکونو د شاتګ خبر ورکړ.

دا اعلان د کړکېچ د کمېدو په برخه کې د هیلو باعث شو.