امریکا: غواړو افغانستان کې داسې سوله‌ییز دولت ووینو چې ترهګرو ته ځای ور نه‌کړي

د افغانستان لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی ټام‌وېسټ

د افغانستان لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازی ټام‌وېسټ وايي، متحده‌ایالات غواړي په افغانستان کې داسې یو سوله‌ییز دولت وویني چې هېڅ کله ترهګرو ډلو ته ځای ور نه کړي.

ښاغلي وېسټ د امریکا د سولې په انسټیټیوټ کې په خپلو تازه څرګندونو کې وویل، دوی به له داسې دولت خپل ملاتړ ته دوام ورکړي چې امریکا او نور متحدین و نه ګواښي او د خپلو ټولو خلکو حقونه خوندي وساتي.

د افغانستان په چارو کې د متحده‌ایالاتو دا لوړ پوړی ډپلوماټ د داعش پر وړاندې د طالبانو د جګړې ستاینه کوي خو زیاتوي، طالبان هېڅ لېواله نه‌دي چې د دوحې په هوکړه کې د خپلو ژمنو په عملي کېدو سره چې دوی مجبوروي له القاعده ډلې سره خپلې اړیکې پرې کړي، همکاري وکړي.

وېسټ زیاته کړه: "د القاعده په اړه زموږ خبرې اترې لا هم یوه ننګونه ده. موږ غواړو په هغو ګامونو باندې چې د القاعده او داعش پرضد پورته کېږي، ډاډه شو. غواړو وګورو چې افغانستان هېڅ یوه ترهګره ډله چې په دوی کې د پاکستاني طالبانو تحریک، جېش محمد او لشکرطیبه هم شامل دي، فعالیت و نه کړي."

هاخوا د پنټاګون له‌خوا د امریکا د کانګرس د وسله‌والو خدمتونو کمېټې ته وړاندې شوی راپور ښيي چې د اوس لپاره د داعش او القاعده په څېر ډلې نه غواړي چې افغانستان د لویدیځ پرضد د بریدونو لپاره د یوې اډې په توګه وکاروي.

دا راپور چې د امریکا د دفاعي او استخباراتي ارزونې په پایله کې چمتو شوی ښيي چې پر لویدیځ برید لا هم هدف دی، خو اوس‌مهال د دواړو ډلو د مشرانو لپاره لومړیتوبونه توپیر لري.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وايي، د القاعدې اړوند اوس څوک افغانستان نه‌شته.

په راپور کې زیاته شوې، د داعش خراسان څانګه د بهرنیو عملیاتو پرتله افغانستان کې بریدونو ته لومړیتوب ورکوي او وروستیو کې یې دا ډول بریدونه هم کړي.

خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد دې اندېښنو ته په ځواب کې وايي: "اسلامي امارت هېچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې د بل پرضد ګټه واخلي. د القاعدې اړوند اوس څوک افغانستان نه‌شته او هغه وختونه تېر شوي چې وړاندې دوی دلته وو."

امریکا داسې مهال د یوه خوندي افغانستان غوښتنه کوي چې لا یې د یوه ټول ګډونه حکومت د جوړېدو په اړه غږ ته طالبانو لبیک نه‌دی ویلی.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام‌وېسټ د امریکا سولې انسټیټیوټ کې د خبرو پرمهال پر طالبانو له همدې امله نیوکه وکړه چې تراوسه د یوه ټول ګډونه حکومت د جوړېدو لپاره هېڅ هڅه نه ده شوې.

هغه زیاته کړه، طالبان هغه تېروتنه تکراروي چې د امریکا متحده‌یالاتو په ۲۰۰۱م زېږدیز کال کې وکړه او طالبانو ته یې په واک کې د ګډون زمینه برابره نه‌کړه.

ټام‌ویسټ دا هم وویل، دی د افغانستان په رهبرۍ کې د ټولنې د ټولو قشرونو د غنامندۍ د حضور په اړه د نړیوالې ټولنې، لویدیځ او هم د سیمې د قدرتونو ترمنځ یو زړه‌ګرموونکې او د پام‌وړ اجماع ویني.

طالبانو بیا تل ویلي، اوسنی جوړ سرپرست حکومت یې ټول‌ګډونه دی او د اصلاحاتو راوستو ژمنه یې هم کړې.​