پاکستان هند ته اجازه ورکوي چې بشري مرستې افغانستان ته ولېږدوي

د هند د حکومت یوې سرچینې ویلي دي چې نوی ډیلي دې ته ژمن دی چې له افغانانو سره بشري مرستې وکړي او په دې تړاو له پاکستان سره همغږه هڅې وکړي.

د پاکستان د ګمرک چارواکو خبر ورکړ چې هېواد به یې هند ته اجازه ورکړي چې پنځوس زره ټنه غنم او درمل د پاکستان د خاورې له لارې افغانستان ته ولېږدوي.

پاکستاني چارواکو د سې شنبې په ورځ (د سلواغې ۲۶مه) دا نااشنا پرېکړه وکړه، ځکه چې اسلام اباد له کلونو راهیسې هندي مالونو ته اجازه نه ورکوي چې د پاکستان له لارې ولېږدي.

د پاکستان د ګمرک موقتي مشرې بېلام رمضان رویټرز اژانس ته وویل، په لومړي کاروان کې به شپیته لارۍ وي چې د واګه بندر له لارې به راتلونکې اوونۍ سې شنبې د پاکستان خاورې ته داخلې شي.

اغلې رمضان زیاته کړه، دا بشري مرستې به په جلال اباد کې د خوراک د نړیوال پروګرام استازیو ته وسپارل شي.

د خوراک نړیوال پروګرام استازیو تر اوسه د دې غنمو د وېش په اړه د خپل پلان په باره کې څه نه دې ویلي.

د هند د حکومت یوې سرچینې ویلي دي چې نوی ډیلي دې ته ژمن دی چې له افغانانو سره بشري مرستې وکړي او په دې تړاو له پاکستان سره همغږه هڅې وکړي.

د نوي ډیلي او اسلام اباد ترمنځ پر دې مسالې له څو میاشتو راهیسې خبرې روانې وې او پاکستان پر دې ټینګار کاوه چې هندي مرسته به په پاکستاني لاریو کې افغانستان ته رسول کېږي، خو هند ویل، که هندي لاریو ته اجازه نه ورکول کېږي نو افغاني لارۍ دې د هند پنځوس زره ټنه غنم له هنده د پاکستان له لارې افغانستان ته انتقال کړي.

تر اوسه دا نه ده څرګنده چې دا غنم او دوا د کوم هېواد په لاریو کې له هنده افغانستان ته وړل کېږي.