کابل کې لسګونه کسانو د بایډن د وروستۍ پرېکړې په غبرګون مظاهره وکړه

ارشیف

نن په کابل کې لسګونه کسانو د امریکا د ولسمشر د وروستۍ پرېکړې په غبرګون مظاهره وکړه.

د مظاهرې ګډونوال ویل چې جو بایډن باید په خپلې پرېکړې بیا کتنه وکړي او د افغانستان ټوله کنګل شوې شتمني خلاصه کړي.

د امریکا ولسمشر تېره اوونۍ پرېکړه وکړه چې په دغه هېواد کې د افغانستان د ۷ میلیارده ډالرو کنګل شوې شتمني نیمايي د ۲۰۰۱ کال د سېپټمبر د یوولسمې د پېښې د قربانیانو کورنیو او نیمايي یې افغانستان کې په بشري مرستو ولګول شي.

دې پرېکړې د طالبانو د حکومت او د سیمې د ځینو هېوادونو له هغې ډلې پاکستان، ایران، چین او روسیې غبرګونونه هم پارولي دي.