عمران خان: افغان محصلینو لپاره دې د سکالر شېپونو زمېنې برابرې شي

د پاکستان صدراعظم عمران خان

د پاکستان د حکومت مشرتابه پرون ماښام د افغانستان په تړاو یوه غونډه جوړه کړې وه.

دا غونډې د اپېکس ډلې په چوکاټ کې ترسره کېږي چې مشري یې صدراعظم عمران خان کوي.

د پاکستان د صدراعظم د دفتر له خوا په خپرو شوېو ټوېټونو کې راغلي چې عمران خان په دې غونډه کې ټینګار وکړ چې د افغان محصلینو لپاره باید د سکالر شېپونو زمینې برابرې شي ځکه د ده په خبره دا محصلین دي چې د دواړو هېوادونو د خلکو تر منځ د اړیکو په جوړولو کې اساسي رول لوبولي.

خان همدا راز په افغانستان کې د روغتونونو د فعاله ساتلو او جوړولو په باب هم د همکاریو ډاډ ورکړی دی.