د افغانستان د اسعاري زېرمې په اړه د جوبایډن د ادارې د پرېکړې د بدلون له غوښتنې سره-سره، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دا فیصله پر ځای بولي.
د متحدهایالاتو د بهرنیو چارو وزارت وايي، دا زېرمه پر دوو برخو وېشل شوې، خو افغانستان ته یې د لېږد د تګلارې په اړه پرېکړه نهده شوې.
ترڅنګ به یې دا پرېکړه هم د فډرال محکمه کوي چې ۳،۵ میلیارډه ډالر یې د سېپټمبر د ۱۱مې د پېښې قربانیانو ته ورکړل شي او که نه.
زموږ همکار، د پوهنتون له استاد محمد اسحق اتمر څخه د مرکې په پیل کې پوښتنه کړې چې امریکا ولې لا هم خپله تازه پرېکړه، چې ډېر انتقادونه هم ورباندې شوي پرځای بولي؟
دا مرکه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره واورئ:
Your browser doesn’t support HTML5
له اتمر سره مرکه