له افغانستانه د شوروي پوځ وتل؛ طالبانو د سلواغې ۲۶مه رخصتي اعلان کړه

ارشیف، یو تن وسله وال طالب

نن د سلواغې ۲۶مه له افغانستانه د شوروي پوځ د وتلو له ۳۳مې کلیزې سره برابره ده.

د طالبانو حکومت اعلان کړی چې د شوروي ځواکونو د ماتې او له افغانستانه د وتلو په خاطر یې دا ورځ په ټول افغانستان کې عمومي رخصتي اعلان کړې.

د ۱۳۶۷ کال د سلواغې په ۲۶ چې د ۱۹۸۹کال د فبروري پنځلسمه کېږي د شوروي ځواکونو وروستۍ پوځي ډلګۍ له افغانستانه ووتلې او په دې ترتیب یې په دغه هېواد کې خپله لس کلنه جګړه او ښکېلاک پای ته ورساوه.

افغانستان له دې مودې راهیسې په کورنیو جګړو کې ښکېل شو چې له امله یې لکونه افغانان مړه او ټپیان شول او میلیونونه نور بې کوره او د هېواد پرېښودو ته اړ شول.