د کندهار د پنجوايي د صالحان کلي اوسېدونکي: په لومړي ځل مو مرسته ترلاسه کړه

آرشیف

د کندهار د پنجوايي ولسوالۍ د یوې بې وزلې سیمې صالحان کلي سلګونه کسان د مرستو په تمه ناست دي.

د امه په نوم د بریتانیا د مسلمانانو یو خیریه بنسټ له خوا ټوله شوې مرسته په هغو کسانو وېشل کېږي چې تېرو جګړو او چاودنو کې معلوله شوي یا کونډې او یتیمان ور له غاړې دي.

د امه بنسټ یو مسوول په یوه ویډیو کې چې د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کې یې د مرستو د وېش پر مهال جوړه کړې وایي: "دغه کلي کې موږ زرو کورنیو سره مرستې رسوو. اکثر کسان چې له دې مرستو برخمنیږي معلولین دي یا د هغوی د کورنیو غړي دي. انشاالله چې د ژمنیو مرستو د پروګرام په چوکاټ کې به زموږ د مرستو وېش روان وي."

د صالحان د کلي یو معلول سپين ږیری وايي، لومړی وار دی چې له دوی سره مرسته شوې: "دواړه سترګې او لاسونه زما نشته. ډېر خوشاله یو په دغه کومک باندې. له ډېره وخته د طالبانو له بیا راتلو راهیسې موږ ته نه کومک راغلی او نه چا څه لیدلي. اول وار دی چې دا مرسته راغلې ده."

دا سپين ږیری وايي، د دوی په کلي کې له ۲۰۰ کورونو اکثر سخت بې وزله دي.

پنجوايي د کندهار ښار ۲۵ کیلومترۍ کې پرته ولسوالي ده چې د ګڼو نورو سیمو په څېر یې خلک جنګونو ځپلي او له سختې بې وزلۍ سره مخ دي.

له دې سره-سره د امه خیریه بنسټ چارواکي وايي، له همدغو جنګ ځپلو بې وزلو خلکو سره به د دوی مرستې دوام وکړي.

د یاد بنسټ په وېب پاڼه کې راغلي چې سږ کال یې د ۱۱ زرو بې وزله افغان کورنیو د لاسنیوي لپاره په بریتانیا کې له مېشتو مسلمانانو او نورو مرستندویه ټولنو څخه څه باندې یو میلیون پونډه مرسته چې شااوخوا ۱۲۵ میلیونه افغانۍ کېږي ټوله کړې.