د افغانستان بانک ته د مرستو ۱۳مه کڅوړه؛ مرستې له ۳۴۵ ملیونو ډالرو واوښتې

د افغانستان بانک

د افغانستان مرکزي بانک وايي، تېره ورځ ناوخته د بشري مرستو د نغدې بڼې ۱۳ مه کڅوړه چې ۳۲میلیونه ډالره وه د افغانستان بانک ( AIB) ته وسپارل شوه.

دغه بانک په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې له رسېدلي کڅوړې سره د مرستندویه هېوادونو د نغدي مرستو کچه له ۳۴۵ ملیونو ډالرو واوښته.

د خبر پاڼې په حواله، ‏د افغانستان بانک له مرسته کوونکو هېوادونو غوښتنه کړې چې د دغه هېواد د بانکې اړيکو په برخه کې دې هم اسانتیاوې رامنځته کړي تر څو په دې برخه کې د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره تعامل رامنځته شي.

یاد بانک له دې وړاندې ویلي و چې دغه پېسې به د افغانستان به بېلابېلو سیمو کې د بشري مرستو او همداراز د پراختیايي پروژو د تطبیق په برخه کې مصرف کړي.

له هغې وروسته چې طالبان په ټول افغانستان واکمن شول او نړیوالو په دننه افغانستان کې د اقتصادي ثبات د احمتالي ړنګېدو ګواښ وښود، ملګرو ملتونو اعلان وکړ چې د ۲۰۲۲کال تر مارچ میاشتې پوري به افغانستان ته هره اوونۍ په اوسط ډول ۲۰ ملیونه ډالره نغدې مرسته استوي.