سره میاشت: د جرمني ډاکترانو د افغان ماشومانو د کتنې بهېر پیل کړی

د جرمني ډاکټرانو له خوا د افغانو ماشومانو درملنه

د افغاني سرې میاشتې ټولنه وايي، د جرمني د سولې کلي موسسې ډاکترانو د هغو افغان ماشومانو د کتنې بهېر پیل کړی، کوم چې هډوکي یې مات یا سخته سوځېدلي دي.

د دغه ټولنې ویاند نوراغا صاحب زاده وایي، یادو ډاکټرانو تراوسه له ۶۰ تر ۷۰ پورې ناروغ ماشومان په نښه کړي دي.

ښاغلي صاحب زاده وویل:" د المان د سولې کلي موسسې ډاکټران د دلوې میاشتې له ۲۱مې نېټې یعنې د پنجشنبې له ورخې راغلي دي او دا لړۍ به تر ۳۰ د دلوې پورې ادامه پیدا کوي، تر اوسه پورې دوی د شپیته اویا کسانو انتخاب هم کړی دی او دا لړۍ روانه ده."

دری کان ماشوم چې چاودنه کې یې خپله پښه له لاسه ورکړي

احمد طلحه چې د لوګر ولایت اوسېدونکی دی،سرې میاشتې ته راغلی ترڅو جرمني ډاکټران یې وګوري او درملنې ته یې هغه هېواد ته واستوي.

طلحه وایي:" سوځېدلی یمه، سر میاشتې ته راغلی یم چې جرمني ته مې ولېږي، درملنې ته."

د ښاغلي صاحب زاده په وینا، په ورځني ډول دغه ډاکټران له دوه نیم سوو تر درې سوو پورې ناروغان معاینه کوي.

ارشیف؛ ماشومان او مېندې یې د درملنې په موخه سرې میاشتې ته ورغلي

نوموړی وايي، د جرمني د سولې کلي موسسې ډاکټران په هر ۶ میاشتو کې یو ځل د داشان ماشومانو د کتنې او په هغه هېواد کې یې د درملنې د زمینې برابرولو لپاره افغانستان ته راځي.

د افغاني سرې میاشتې ټولنې د معلوماتو پر بنسټ، د جرمني د سولې کلي موسسه له دوی سره له ۳۲ کلنو راپه دیخوا دا تړون لري چې په دې ترڅ کې تراوسه د ۴۵۰۰ ماتو هډکو او سخت سوځېدلو ماشومانو درملنه شوې ده.

د افغانۍ سرې میاشتې ټولنې ویاند وايي، د درملنې هر دوره شپږ میاشتې ده او که اړتیا وي دوام پیدا کوي.