جاپان هلته مېشت افغان ماشومانو لپاره د زده کړو زمینه برابروي

ارشیف؛ هغه افغانې کورنۍ چې اوکراین ته رسېدلي

جاپان د هغو لسګونو افغان ماشومانو لپاره د زده کړو زمینه برابروي چې په دې وروستیو کې دغه هېواد ته رسېدلي دي.

جاپاني رسنیو د بهرنیو چارو وزارت له قوله ویلي چې د ۲۰۲۱کال په اکتوبر کې ۵۰۰ افغان اتباع هم له کابله د وتلو په بهېر کې جاپان ته رسېدلي او په منځ کې لسګونه ماشومان هم شته چې باید ښوونځيو ته واستول شي.

دا هغه افغانان وو چې له تېرو شلو کلونو راهیسې یې له جاپاني شرکتونو سره کار کړی دی.

په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته په زرګونو افغانان له هېواده وتښتېدل چې اصلي لامل یې امنیتي ګواښونه بلل کېږي.

لا هم یو شمېر افغانان له هېواده د وتلو هڅه کوي.