د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر قطر ته ولاړ

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي

نن یکشنبه (د سلواغې ۲۴مه) د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي په مشرۍ لوړ رتبه پلاوی قطر ته روان شو.

د طالبانو حکومت د ویاند مرستیال بلال کریمي په یوه لیږل شوي پیغام کې ویلي: "دغه لوړ رتبه پلاوی به هلته د خلیجي هېوادونو له استازو، اروپایي ټولنې له هیئت، د دیني علماوو له اتحادیو او هغو ډپلوماټیکو څانګو سره چې د کابل پرځای یې قطر د فعالیت لپاره ټاکلی دی پر مهمو مسائلو غونډې ولري."

طالبان شااوخو شپږ میاشتې مخکې پر افغانستان بیا واک ترلاسه کړ چې تر اوسه د نړۍ هېڅ هېواد ددوی حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.