خوست کې درې نیم ټنه تاریخ تېره خوراکي توکي وسوځول شول

خوست کې تاریخ تېره توکي وسوځول شول

نن د فبروري په ۱۳مه نېټه په خوست کې درې نیم ټنه په تاریخ تېرخوراکي توکي چې د ښاروالۍ او امنیتي موظفینو په ګډو عملیاتو کې نیول شوي ول، وسوځول شول.

د ښاروالۍ د تصفیې د کمېسیون مشر نصیب دانش ازادي راډیو ته وویل، دوی په پلان کې لري چې راتلونکې اوونۍ د بنجاره توکو له پلورنځیو څخه هم تاریخ تېره توکي راټول کړي.

ښاغلي دانش زیاته کړه: "زموږ د ښاروالۍ له خوا د تاریخ تېرو توکو د ټولو لپاره یو پلاوی ګمارل شوی چې په ترکیب کې يې امنیتي ادارې هم دي، موږ د یوې میاشتې په موده کې تقریباً درې نیم ټنه په تاریخ تېر خوراکي توکي راټول کړي دي، موږ په راتلونکې هفته کې په بنجاره توکو لکه شامپو، د سرتېل دې ته مو هم طرحه جوړ کړې چې عملیات ورباندې وکړو."

د ښاروالۍ مسوولینو له دوکاندارانو او سوداګرو غوښتنه وکړه چې د تاریخ تېره خوراکي او غیرخوراکي توکو له پلورلو دې ډډه وکړي، له هغې پرته به سرغړونکي نیول کېږي او هغوی ته به جریمه ورکول کېږي.