خوست کې پر ۳۰۰ بې وزلو او یتیمو ماشومانو مرستې ووېشل شوې

په خوست کې پر وزلو د ژمنیو توکو وېش

په خوست کې پر۳۰۰ یتیمو، بې وزلو او هغو ماشومانو باندې چې د کورنۍ سرپرستي يې ښځې او ماشومان پر غاړه لري، د بېلابېلو ژمنیو توکو مرسته ووېشل شوه.

یادې مرستې د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق یونېسف په مالي لګښت برابرې شوې وې.

د فبرورۍ په ۱۳مه د ودان موسسې یو تن مسوول عبدالمتین خېبر ازادي راډیو ته وویل، په دې بکسونو کې هر ماشوم لپاره موزې، جرابې، پتلون، بنینونه، زیردریشۍ، د غاړې دستمالونه، خولۍ، جمپرونه او نور ژمني توکي په کې دي.

عبدالمتین خېبر زیاته کړه: "درې سوه ماشومانو ته په عموم کې د لباس د وېش د برنامو لړۍ ده او له دې څخه ۱۷۷ تنو ته نن ورځ د مرکز او نږدې ولسوالیو اړوند دي او ۱۲۳ ماشومان د صبریو مربوط کیږي، د توضیع برنامه به ولرو، دا هغه ماشومان دي چې بې سرپرسته دي، یا د کورنۍ مشري يې د داسې چا پر غاړه وي چې معتاد وي یا د ماشومانو میندې د کور د نفقې بار پر غاړه ولري. "

بل لوري ته هغو کونډو ښځو او یتیمو ماشومانو چې یاده مرسته يې ترلاسه کړه، خوښي څرګندوله او د ورته نورو مرستو غوښتنه يې درلوده.

د یونېسف له خوا د برابره شوې مرستې یوه برخه بې وزلو او غریبو کورنیو ماشومانو ته هم وکړل شوه.

د یو شمېر نړیوالو بنسټونو له خوا داسې مهال په افغانستان کې مرستې وېشل کېږي چې ملګرو ملتونو اټکل کړی، په روان ژمي کې ۲۳ میلیونه افغانان بیړنیو مرستو ته اړتیا لري چې له دې ډلې اکثره يې له سختې لوږې سره مخامخ دي.

یونېسف له دې مخکې هم ۴۰۰ یتیمانو، کونډو او بې وزلو سره د ورته ژمنیو توکو مرستې کړې وې.