غزني کې یوه اته کلنه نجلۍ د تښتونکو له منګولو ژغورل شوې

اته کلنه نجلۍ

په غزني کې د طالبانو د حکومت سیمه ییز چارواکي وايي په دغه ځای کې یې یوه اته کلنه نجلۍ د انسان تښتوونکو له منګولو خلاصه کړې ده.

د اطلاعاتو او کلتور رییس مولوي حبیب الله مجاهد د یک شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل: "پرون شنبه د یاد ولایت امنیه قوماندانۍ سرتېرو مرکز ته څېرمه په علي لالا کلي کې هغه نجلۍ د اختطاف کوونکو له منګولو وژغورله چې دوه ورځې مخکې د غزني مرکز له پهلول صاحب کلي څخه نادرکه شوې وه، په تور یې دوه تنه چې یوه ښځه او یو ځوان دی نیول شوي دي."

ښاغلی مجاهد زیاتوي، تر دې څو ورځې وړاندې په دې ولایت کې یو سپین ږیری هم تښتول شوی و چې وروسته په علي لالا سیمه کې له انسان تښتوونکو سره تر جګړې وروسته راخوشې شو.