د کونړ سرکاڼو او خاص کونړ ولسوالیو کې ۲ زرو ښځو ته کورنۍ باغچې جوړیږي

ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

د افغانستان د راتلونکي نسل یا 'اېف. جي.ای' موسسه د کونړ په سرکاڼو او خاص کونړ ولسوالیو کې دوه زرو ښځو ته کورنۍ باغچې جوړوي.

دا موسسه دې کورنیو ته د باغچو جوړولو وسایل او د تازه ترکاریو تخمونه هم ورکوي او هم یادو ښځو ته د کورنیو باغچو جوړولو روزنه ورکوي.

د یادې موسسې مسولین وایي، له باغچو څارنه او د مشورو ورکړه هم د دوی پرغاړه ده.

د یادې موسسې یو تن مسول ارشاد الحق تالاش ازادي راډیو ته وویل:"سرکاڼو او خاص کونړ ولسوالیو کې موږ دوه زرو ښځو ته د سبزیجانو ۷ ډوله تخمونه او د کورنیو باغچو د وسایلو وېش پیل کړی دی."

کومو ښځو ته چې کورنۍ باغچې یې جوړېږي پرې خوښې دي او وايي، دې سره به يې اقتصادي ستونزې یو څه را کمې شې.

مېرمن نسیمې د باغچو جوړولو لپاره د سبزیجاتو تخمونه او وسایل ترلاسه کړي وايي: "له دې موسسې خوښې یو چې راته کورنۍ باغچې جوړوې. ځمکه مو درلوده خو په کې د باغچو جوړولو وس مو نه درلوده. یتیمان را ته پاتې دي، اوس به دغو باغچو کې شیان کرو او حاصلات به يې پلورو او خپلو ماشومانو ته به پرې یو څه اخلو."

د کورنیو باغچو جوړولو پروژه د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان یا 'اېف.اي او' له خوا تمویلېږي چې د هېواد د نورو برخو په څېر کونړ او نورستان کې هم د کرنې او مالدارۍ برخه کې خلکو سره مرستې کوي.