د امريکا ولسمشر جوبايډن پرون له خپل روسي سیال ولادمیر پوتین سره خبرې کړي.
د سپینې ماڼۍ د یوې اعلامیې له مخې ولسمشر بایډن خپل روسي سیال ولادیمیر پوتین ته ویلي چې پر اوکراین د برید په صورت کې به متحده ایالات او متحدین یې روسیې ته چټک ځواب ورکړي او روسیې ته به ډېر ګران پریوځي.
دوی دواړو وروسته له هغه خبرې وکړې چې واشنګټن او متحدینو یې خبرداری ورکړی چې ممکنه ده روسي ځواکونه هره شېبه چې وغواړي په اوکراین برید وکړي.
خو روسیې پر اوکراین د برید پلان رد کړی دی.