د ترکمنستان د انتخاباتو د مرکزي کمېسیون یوه چارواکي پرون (شنبه، د فبرورۍ ۱۲مه) وویل چې په دغه هېواد کې به د ولسمشرۍ ټاکنې د مارچ په ۱۴مه نېټه ترسره شي.
دا وروسته له هغه چې د ترکمنستان ولسمشر قربان قلي بردي محمدوف د خپلې استعفی په اړه یو څه یادونې کړي دي.
ولسمشر بردي محمدوف په دې وروستیو کې د ترکمنستان د مشرانو جرګې یوې ځانګړې غونډې ته ویلي و چې غواړي واک 'ځوان مشرانو' ته وسپاري، خو دا یې ونه ویل چې کله به استعفا وکړي.
له کلونو راهیسې داسې ګنګوسې روانې دي چې د ترکمنستان دا ۶۴ کلن دیکتاتور مشر به هڅه وکړي واک خپل زوی سردار بردي محمدوف ته وسپاري چې په سېپټمبر کې ۴۰ کلن شوی او د ولسمشرۍ قانوني عمر ته رسېدلی دی.
سردار بیردي محمدوف له تیرکال راهیسې د ترکمنستان د صدراعظم مرستیال دی.
ترکمنستان که څه هم پراخې طبیعي زیرمې او انرژي لري خو په منځنۍ اسیا کې کمزوری او منزوي هېواد بلل کېږي.