د پخواني اجراییه ریاست د لومړي مرستیال زوی او یو ساتونکی وژل شوی

د پخواني حکومت د اجراییه ریاست لومړی مرستیال انجنیر محمد خان

د طالبانو د حکومت چارواکي وايي چې د پخواني حکومت د اجراییه ریاست د لومړي مرستیال انجنیر محمد خان په کور کې د ډزو په پېښه کې د نوموړي زوی او یو ساتونکی وژل شوي دي او مېرمن یې او یو بل کس ټپیان دي.

د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند انعام الله سمنګاني پر ټویټر لیکلي دي چې دا پېښه د یوې کورنۍ لانجې په پایله کې شوې ده.

هاخوا د پخواني حکومت اجرائیه رییس عبدالله عبدالله دا پېښه د یوې کورنۍ پر حریم برید بللی او غندلی یې ده.