طالبان: د سولې د چارو پخوانی وزیر عبدالسلام رحیمي کابل ته راغلی

د سولې په چارو کې د دولت پخوان وزیر سلام رحیمي

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د افغانستان د تېر حکومت د سولې د چارو پخوانی وزیر عبدالسلام رحیمي کابل ته راغلی دی.

د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیااحمد تکل ازادي راډیو ته وویل، ښاغلي رحیمي ته د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي او د امربالمعروف سرپرست وزیر محمد خالد الحنفي هرکلی ووایه.

عبدالسلام رحیمي ډېره موده د پخواني ولسمشر اشرف غني د دفتر ريیس او په وروستیو کې د افغانستان د حکومت د مرکچي پلاوي غړی و.

ضیااحمد تکل وايي، امیرخان متقي ښاغلي رحیمي ته د بېرته راتګ د هرکلي ویلو په ترڅ کې وویل: "د بهرنیو چارو وزیر وطن ته د ښاغلي رحیمي په راتللو خوښي وښوده او په خپل وطن کې یې د باعزته ژوند کولو ډاډ ورکړ."

عبدالسلام رحیمي د پخواني حکومت لومړنی جګپوړی چارواکی دی چې له بهره افغانستان ته ستنېږي.

د افغانستان د تېر حکومت اکثرو چارواکو په بهرنیو هېوادونو کې پناه اخیستې ده.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت پر اساس، ښاغلي رحیمي له امیر خان متقي سره په کتنه کې له طالب چارواکو د لوړې حوصلې او زغم غوښتنه وکړه.

د خبرپاڼې له مخې، د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د نظرونو تفاوتونه طبیعي وبلل او ویې ویل چې دوی متفاوتونو نظرونو ته درناوی لري.