طالبان: د کرنیزو محصولاتو د ۲۶م نندارتون لپاره چمتوالی روان دی

ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

د طالبانو حکومت د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وايي، د کرنیزو محصولاتو د ۲۶م نندارتون لپاره چمتوالی روان دی.

دغه وزارت په اعلامیه کې چې تېره ورځ ناوخته یې خپره کړې ویلي، د یاد پسرلني نندارتون د ښه ترسره کولو لپاره له یو شمېر اړوندو ادارو سره د همغږۍ ناستې هم شوي دي.

د خپرپاڼې له مخې، دغه نندارتون کرنیزو محصولاتو ته د بازار موندنې، د وطني تولیداتو د ودې، د دولت او خصوصي سکټور ترمنځ د همغږۍ، په کرنیزو چارو کې د پرمختللي ټکنالوژۍ سره د بزګرانو د بلدتیا او د لاسي صنایعو د پیاوړي کولو لپاره یو ښه فرصت دی.

د خبرځای په حواله، یاد نندارتون کولی شي د سیمې او نړۍ په کچه ملاتړې موسسې په افغانستان کې د پانګونې لپاره راجلب کړي.

د کرنې وزارت د معلوماتو له مخې، دغه نندارتون هرکال افغانستان کې د وزارت، خصوصي سکټور او یو شمېر نور اړوندو ادارو په همغږۍ سره د پسرلي په موسم کې د درې ورځو لپاره جوړیږي چې د هېواد له ګوټ-ګوټ او بهرنه ورته خلک د لیدو لپاره راځي.