طالبانو ۲ ژورنالېستان او د مرستندویو ټولنو څو افغان کارکوونکي خوشې کړل

اندریو نارت پخوا د BBC لپاره کار کاوه

طالبانو دوه تنه ژورنالېستان او د مرستندویو ټولنو څو افغان کار کوونکي چې د ملګرو ملتونو د کډوالو له عالي کمېشنرۍ سره یې په افغانستان کې کار کاوه پرون خوشې کړل.

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ UNHCR پرون پر ټویټر ولیکل، اندریو نارټ چې له دې موسسې سره توظیف شوی و، د هغه یو افغان همکار او څو نور کسان چې له دوی سره یې کار کاوه پرون په کابل کې ونیول شول.

اندریو نارت پخوا د BBC لپاره کار کاوه او په افغانستان کې یې له ډېر پخوا راهیسې کار کړی دی.

د اندریو نارت د کورنۍ غړو بېګا شپه له ازادي راډیو سره په خبرو کې د هغه خوشې کېدل تایید کړل.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بيګا ناوخته پر ټویټر ولیکل، هغه بهرني اتباع چې ځانونه یې یوې نړیوالې موسسې ته منسوبول، له دې کبله چې پېژندپاڼې، جوازنامې او لازم اسناد یې نه درلودل توقیف شوي وو.

د دوی نیول کېدو د ژورنالېستانو د حقونو د مدافع ټولنو سخت غبرګونونه وپارول.

ښاغلي مجاهد لیکلي دي چې دواړه خبریالان د هویت له تثبیت او له مسوولې مرجع څخه د اطمینان له ترلاسه کولو وروسته خوشې شول.