‎په افغانستان کې 'یو بهرنی خبریال' اختطاف شوی‎

طالبانو خبریالان د ښځو د لاریون پوښښ ته نه پریږدي

په افغانستان کې د یو لوېدیځ خبریال د تښتول کېدو یا نیول کېدو راپورونه ورکړل شوې دي.

یوې سرچینې ازادي راډیو ته د دې لوېدیځ خبریال نادرکه کېدل تایید کړي.

ازادي راډیو دا مهال د دې خبریال د خوندیتوب په پار د نوموړي له نوم اخیستلو څخه ډډه کوي.

ځینې افغان خبریالان چې ادعا کوي په دې اړه معلومات لري وايي دا خبریال د یو شمېر نورو بهرنیو سره کابل کې نادرکه شوی دی.

تر اوسه پورې طالبانو د دې لوېدیځ خبریال او ورسره د نورو بهرنیو د نادرکه کېدو یا تښتول کېدو په اړه څه نه دي ویلي.