د میدان وردګو ولایت تورن په ایران کې د موبل فرنیچر کار کاوه او له دې لارې یې پرېمانه پیسې ګټلې، خو له ناوړه انډیوالانو سره ناستې له دې ګټې بې برخې کړ.
تورن چې له پنځو کالو راهیسې کور ته نه دی تللی، د ورځې له خوا د لږو پيسو په بدل کې ښاري موټرو ته سپرلي پیدا کوي او د شپې له خوا تر شنه اسمان لاندې شپه سبا کوي.
دی وايي چې یوازې دومره پیسې ګټم چې نشه يي موادو پرې واخلم.
دا چې تورن د نشو له امله نور له څه ډول ستونزو سره مخ شوی دی؟ دا به خپله د ده له خولې واورو.
د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:
Your browser doesn’t support HTML5