لغمان کې د ناچاودو چاودېدونکو توکو د چاودنې له امله یو تن وژل شوی

د افغانستان په نقشه کې د لغمان ولایت

په لغمان ولایت کې چاودنې د یوې کورنۍ یو غړی وژلی او یو بل یې ټپي کړی دی.

د لغمان د والي ویاند صلاح الدین ذاهد ازادي راډیو ته وویل، دغه پېښه نن چهارشنبه (د سلواغې ۲۰مه) غرمه مهال شااوخوا ۱۲ بجې د عبدالله بن عمر د لومړۍ لوا د لومړي کنډک په انګړ کې شوې ده.

د ذاهد په خبره، پېښه داسې مهال شوې چې دغلته د محمد حنیف او میروېس په نومونو دوه ورونه د اوبو د یوې ژورې څاه په کیندنه بوخت وو چې په ترڅ کې یې محمد حنیف نومی وژل شوی او ورور یې میرویس ټپي دی.

د نوموړي په خبره، چاودنه په سیمه کې د ناچاودو چاودېدونکو توکو د چاودنې له امله، کله چې د څاه کیندونکو برمه پرې وربرابره شوه، رامنځته شوې ده.