ای‌اوام: د افغانستان له نیمایي زیات وګړي سمدستي بشري مرستو ته اړتیا لري

'WFP' ویلي و چې لوږه او قحطي د شااوخوا ۲۳ میلیونه افغانانو تر کورونو رسیدلې.

د مهاجرت د نړیوال سازمان 'IOM' د عملیاتو د چارو مرستیال اوګوچي دانیلز ویلي، نژدې ټول افغانان له بې وزلۍ سره مخامخ دي.

دې سازمان د سې شنبې د ورځې په خبرپاڼه کې ویلي چې د افغانستان له نیمایي زیات وګړي سمدستي بشري مرستو ته اړتیا لري.

تر دې مخکې د خوړو نړیوال پروګرام یا 'WFP' ویلي و چې لوږه او قحطي د شااوخوا ۲۳ میلیونه افغانانو تر کورونو رسیدلې او د نړیوالې ژغورنې کمېټې 'ای ار سي' هم تېره میاشت اټکل کړی و چې راتلونکی کال به افغانستان په نړۍ کې تر ټولو له بدې بې وزلۍ سره مخامخ شي، په سلو کې ۹۷ وګړي به یې د فقر تر کرښې لاندې ژوند لري.

دا چې په افغانستان کې د فقر تر کرښې لاندې وضعیت څه ډول تعریفېږي په دې اړه د اقتصادي چارو پوه اذرخش حافظي وایي: "ملګرو ملتونو او نورو ادارې په مخکې کلونو کې هغه مهال چې یو ډالر شاوخوا ۸۰ افغانۍ و، دا نورم ټاکلی و چې که یو څوک د ورځې له یو ډالر کم عاید ولري، هغه د فقر تر کرښې لاندې حسابیږي، خو دا درست نورم ځکه نه وو چې هغه وخت یو خوراک ډوډۍ هم ۱۵۰ افغانۍ وه."

اقتصادي چارو پوه اذرخش حافظي

د بهرنیو مرستو کمېدل، د بې روزګارۍ ډیرېدل او د لومړنیو موادو د بیو لوړېدل د لوږې له جدي خطر سره د میلیونونو افغانانو د مخامخېدو اصلي لاملونه بلل کېږي.

د مهاجرت نړیوال سازمان ویلي چې په افغانستان کې له سیاسي تحول سره-سره د دې هېواد په ۳۴ ولایتونو کې له بې ځایه شوېو سره مرستې دوام لري، خو د ازادي راډیو یو شمېر اورېدونکي شکایت کوي چې تر ډېره مرستې پر مستحقو کسانو نه وېشل کېږي.

د ازادي راډیو یو شمېر اورېدونکي شکایت کوي چې تر ډېره مرستې پر مستحقو کسانو نه وېشل کېږي.

خو د طالبانو د حکومت چارواکي وایي، مرستې پر ټولو اړو کسانو وېشل کېږي.

د مهاجرت نړیوال سازمان دغه راز خبرداری ورکړی چې د خلکو مخ په زیاتېدونکو اړتیاوو ته په پام که اساسي خدمتونو ته د خلکو د ښې لاسرسۍ لپاره اقدامات ونه شي، دا به په هېواد کې دننه د بې ځایه کېدو او نورو هېوادونو ته د خلکو د کډوالۍ د نوې څپې لامل وګرځي.