د افغانستان د ۱۹ کلنو فوټسال لوبډله قرغزستان ته ولاړه.
د افغانستان د بدني روزنې او ورزش ادارې ویلي، د فوټسال دا لوبغاړي د قرغزستان هېواد په CAFA لوبو کې ګډون کوي.
په دې لوبو کې د افغانستان د فوټسال لوبډلې ترڅنګ د تاجکستان، ايران، قرغزستان او ازبیکستان لوبډلې هم برخه اخلي.
دا لوبې به د فبروري له ۱۲مې تر ۱۹مې نېټې پورې وشي او د افغانستان د ملي لوبډلې لومړۍ لوبه به د فبروري په ۱۲مه له ایران سره وي.