ډېلي مېل: طالبان د تېر جمهوري حکومت ټولې نښې له منځه وړي

ارشیف، په وزیر اکبر خان کې بیرغ چې اوس لېرې کړای شوی

  • ګارډين

ګارډين ورځپاڼې د طالبانو د حکومت او پاکستان ترمنځ د اړیکو په اړه یوه مقاله خپره کړې ده.

د دې مقالې په پیل کې راغلي چې پنځه پاکستاني سرتیري په داسې حال کې ووژل شول چې د طالبانو حکومت له اسلام اباد سره له همکارۍ ډډه کوي.

د مقالې په وینا د بریتانوي راج له زمانې د رامنځته شوي ډيورنډ لاین په اوږدو کې د حملو زیاتېدو له کبله د اسلام اباد او طالبانو ترمنځ اړیکې ترینګلي شوي دي.

د یکشنبې په ورځ په یوه حمله کې په کورمه ایجنسۍ کې د پاکستان پنځه سرتیري ووژل شول او د دې حملې مسولیت تحریک طالبان پاکستان واخېست.

د تحریک طالبان پاکستان او پاکستان د حکومت تر منځ د اوربند موافقې څلور اوونۍ دوام وکړ.

ګارډين ورځپاڼې لیکلي چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وویل، اسلام اباد په افغانستان کې د طالبانو مشرتابه ته ویلي، تحریک طالبان پاکستان د طالبانو لپاره یوه ازموینه ده چې ایا دوی سخت دريځې کنټرول کولی شي که نه؟

ګارډین د شاه محمود قریشي له قوله لیکلي چې وايي:

که طالبان د پاکستان اندېښنو ته پام نه شي کولی نو څوک به پر دوی او د دوی پرهغو ژمنو باور وکړي چې له القاعده او نورو ډلو سره د اړیکو پرې کولو په اړه یې کړي دي؟

د ګارډین په مقاله کې دې خبرې ته هم اشاره شوې چې پخواني افغان حکومت هم له پاکستان سره پر ډيورند کرښه نښتې کړي، خو کله چې طالبانو د اګسټ په ۱۵مه په افغانستان کې خپل واک اعلان کړ، د پاکستان د صدراعظم په ګډون اسلامي سیاسي ګوندونو او تقاعد شوېو نظاميانو خوښي څرګنده کړه.

د ګارډین په مقاله کې وړاندې راغلي چې په افغانستان کې د طالبانو واک ته رسېدل په پاکستان کې د یوه فرصت په توګه ګڼل کېده چې یو ځل بیا پر افغانستان نفوذ ولري او پر نوې ډلي ستراتيژیکه بریا ومومي، خو د لیکوال په باور دا چې افغانانو ته د ډیورند کرښې موضوع ډېره حساسه ده، طالبان نه یوازې پر دې کرښه د اغزن تار لګولو پر موضوع له کړکېچنه په کور دننه ګټه پورته کوي بلکې د تګ راتګ لپاره پرانېستې پوله مالي ګټې ورته لري.

  • ډېلي مېل

ډېلي مېل خپرونې په یوه مقاله کې لیکلي چې طالبان د تېر جمهوري حکومت ټولې نښې له منځه وړي.

په دې مقاله کې راغلي چې د افغانستان د ملي بیرغ په ګډون طالبانو له کابله د تېرو حکومتونو د چارواکو او هغو کسانو عکسونه ټول او لېرې کړي چې د طالبانو د حملو قربانیان وو.

په مقاله کې د یوې ارایشګاه عکس خپور شوی چې د ښځو عکسونه ورڅخه لېرې شوي او اوس یې دروازې او دېوالونه تور رنګول شوي.

د ډېلي مېل په دې مقاله کې راغلي چې رسټورانونو او کافي ګانو کې اوس ښځې د پخوا غوندې نه تر سترګو کېږي ځکه د طالبانو په حکومت کې يې دندې له لاسه ورکړې او اوس د سودا لپاره پیسې نه لري.

په پای کې راغلي چې طالبانو د کابل پر غونډۍ ولاړ تر ټولو لوی تور سور زرغون بیرغ هم لېرې کړی او ستنه یې په واورین میدان کې تشه ولاړه ده.