په هلمند کې د سولې موسسې د مېوه لرونکي باغونو جوړول پیل کړي دي

ارشیف؛ د هلمند باغونه

په هلمند کې د سولې موسسې د مېوه لرونکي باغونو جوړول پیل کړي دي.

د طالبانو د حکومت د کرنې اوبو لګونۍ او مالدارۍ وزارت ویاند مستعین عمري ازادي راډيو ته په یوه لېږلي پيغام کې ویلي دي، د هلمند د څلورو ولسوالیو نهر سراج، نادعلي، ناوې او ګرمسېر په ۴۵۰ جرېبه ځمکه کې به مېوه داره باغونه جوړ شي.

ښاغلی عمري وايي، د دې باغونو د جوړولو چارې د کرنې او کرنیزو پروګرامونو د بازار موندنې ریاست په همغږۍ او د سولې موسسې په تخنیکي مرسته پیل شوې دي.

نوموړي وویل چې د دې باغونو د جوړولو لګښت ۲۰سلنه د بڼوالو له خوا او ۸۰ سلنه د سولې موسسې له خوا ورکول کېږي.

د ښاغلي عمري په وینا د دې باغونو له جوړېدو سره بڼوال کولای شي د بېلابېلو مېوو ښه حاصلات ترلاسه کړي چې دا مسئله د دوی د اقتصادي ودې لامل کېږي.