د روغتیا سازمان: میدان وردګو کې مو ګڼو کسانو ته روغتیايي خدمات وړاندې کړي

د میدان وردګو روغتون

په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان وايي، د دوی په مرسته د میدان وردګ ولایت په روغتون کې ګڼو کسانو ته روغتیايي خدمات وړاندې شوي.

دغه سازمان پرون په یوه ټویټ کې ویلي، دوی په ټولو ولایتونو کې ۲۳۱۱ روغتیايي مرکزونه لري، اوس هم روغتیايي خدمات وړاندې کوي.

په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان څانګې د ملګرو ملتونو د مرکزي بېړني صندوق مننه کړې چې په دې کار کې یې د دوی لاسنیوی کړی دی.

ملګرو ملتونو په وروستیو میاشتو کې د افغانستان د روغتیايي سکټور د فلج کېدو په اړه خبرداری ورکړی دی.