د افغانستان بانک وايي لا هم دوی ته د صرافانو رسمي شکایت نه دی سپارل شوی

شهزاده سرای

د شهزاده سرای د صرافانو تر کاربندیز وروسته، د افغانستان بانک یو چارواکی وايي، لا هم دوی ته د صرافانو ملي ټولنې له خوا رسمي شکایت نه دی سپارل شوی.

پرون داسې راپورونه خپاره شول چې د کابل په «شهزاده سرای» کې صرافانو وروسته له هغې کاربندیز پیل کړ چې د افغانستان مرکزي بانک د صرافیو لپاره یو لړ نوي شرایط اعلان کړل.

د افغانستان بانک د نورو مقرراتو تر څنګ له ټولو صرافانو او د پولي خدمتونو له وړاندې کوونکو غوښتي چې باید لس ملیونه افغانۍ مالي سرچینې ولري.

د نویو مقرراتو له مخې د پولي خدماتو وړاندې کوونکي او صرافان باید پنځه ملیونه د افغانستان بانک ته د مالي تضمین په توګه ورکړي چې د کاري جواز تر فسخ کېدو وروسته بیا دغه اندازه پیسې بېرته ورکول کېږي.

د افغانستان بانک یوه چارواکي چې د موضوع د حساسیت له کبله یې نه غوښتل نوم یې یاد شي، وویل، دوی ممکن د صرافانو پر کاربندیز نن چهارشنبه رسمي عکس العمل وښيي.