د طالبانو د کرنې وزارت: د ځنګلونو د وهلو د مخنیوي طرحه مو جوړه کړې 

ارشیف؛ د کونړ ځنګل

د طالبانو د حکومت د کرنې او مالدارۍ وزارت عبدالرحمن راشد وایي، دوی د ځنګلونو د وهلو د مخنیوي طرحه هم جوړه کړې چې د وزیرانو شورا له لوري منل شوې ده.

ښاغلي راشد د سې شنبې په ورځ یو خبري کنفرانس ته وویل:" کرنې وزارت په یو بل اقدام کې د ځینو نورو ادارو سره په همغږۍ د ځنګلونو د وهلو د مخنیوي طرح ترتیب کړه چې له نیکه مرغه د اسلامي امارت د وزیرانو شورا له لوري دا طرح منظور شوه او د پلې کولو لپاره يې پلاوی هم ټاکل شوی، دا د ځنګلونو د وهلو د مخنیوي په برخه کې ډېره مهمه ده."

دا په داسې حال کې ده چې پر افغانستان د طالبانو له بشپړۍ واکمنۍ وروسته په کونړ او نورستان کې د ځنګلونو د وهلو راپورونه خپاره شوي.

د کرنې او مالدارۍ وزارت سرپرست عبدالرحمن راشد په دې کنفرانس کې د عشر او زکات جمع کول او د غصب شویو ځمکو بېرته راګرځول د دې وزارت مهمې لاس ته راوړنې وبللې.

نوموړي وویل د طالبانو له حاکمیت وړاندې يې هم په بېلابېلو سیمو کې عشر او زکات راټولوه او په بې وزلو يې تقسیماوه او اوس هم دا چاره دوام لري.

خو یو شمېر بزګران وايي په داسې حال کې چې سږ کال وچ کالۍ وځپل او ښه حاصلات يې نه درلودل نو ځکه اوس مهال د عشر او زکات د ورکړې توان نه لري.