په منځني ختیځ کې د امریکایي ځواکونو د مرکزي قوماندانۍ مشر جنرال کېنت مککنزي وایي، د اسلامي دولت سخت دریځه ډله سره له دې چې مشر یې روانه اوونۍ په سوریه کې د امریکایي ځانګړو ځواکونو د عملیاتو پر مهال ووژل شو، تراوسه یو ګواښ ده.
د جرمني د ډي پي اې خبري اژانس د راپور له مخې جنرال مک کنزي دغه څرګندونې په یوه مرکه کې چې نن خپره شوې کړي دي.
د امریکا متحدو ایالاتونو وویل، د اسلامي دولت سخت دریځې ډلې مشر ابو ابراهیم الهاشمي القریشي هغه مهال ځان ته چادونه وکړه چې امریکایي ځانګړو ځواکونو روانه اوونۍ د سوریې په شمالي ولایت ادلیب کې د هغه د اوسېدو پر ځای عملیات پیل کړي وو.
نوموړي له ځان سره په دې چاودنه کې د خپلې کورنۍ څو غړي هم ووژل.
جنرال مک کنزي د متحده عربي اماراتو له رسمي خبري اژانس وام سره په دې مرکه کې د یوې پوښتنې په ځواب کې چې ایا د هغه له وژل کېدو سره د داعش ګواښ هم له منځه ولاړ وویل، نه او زیاته یې کړه چې داعش تراوسه د موږ لپاره یو اوږد مهاله ګواښ دی.
جنرال مک کنزي وویل، د داعش د مشر په وژل کېدو سره به د دې ډلې لپاره ګرانه وي چې په نړۍ کې خپل فعالیتونه همغږي کړي او هم به یې مړینه په سیمه ییزه کچه د داعش پرفعالیتونو هم اغېز ولري او ورته به ګرانه وي چې په هغو هېوادونو کې چې دا ډله فعاله ده، خپل فعالیتونه سره همغږي کړي.