د طالبانو حکومت د سوداګرۍ او صنعت سرپرست وزیر د سوداګرو د ستونزو د حل ژمنه کوي.
د سوداګرۍ او صنعت وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت سرپرست نورالدین عزیزی تېره ورځ ناوخته د سوداګرۍ او پانګونې خونې له عمومي رییس سره په لیدنه کې ژمنه کړې چې د سوداګرو او پانګه والو ستونزې به حل کړي.
په دې ناسته کې د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رییس توکل احمد یار افغان سوداګرو ته د نورو هېوادونو د ویزو ترلاسه کولو په برخه کې د اسانتیاوو راوستلو، په افغانستان کې پانګونې ته د زمینې برابرولو او د ټرانزیټ برخه کې د شته ستونزو د حل غوښتنه کړې.
ښاغلی احمد یار ویلي، دې برخه کې د شته ستونزو حل به د سوداګریزو راکړو-ورکړو د چټکېدو لامل شي او پانګه وال به هم لا ډېرې پانګونې ته زړه ښه کړي.