د سالنګونو لویه لار د ترافیکو په مخ پرانیستل شوه

د سالنګونو لویه لار

د راپورونو له مخې د سالنګونو لویه لار د ترافیکو په مخ خلاصه شوې ده.

د سالنګونو د ساتنې او څارنې د ادارې رئیس عبدالله عبید ازادي راډیو ته وویل چې د سالنګونو لار له نن غرمې وروسته یواځې د وړو مسافر وړونکو موټرو په مخ خلاصه شوې.

هغه وویل لار د ډېرو واورو په خاطر ډېره کم سورې ده او د اوس لپاره یوازې واړه موټر پرې تېریدلی شي.

د سالنګونو لویه لار د شنبې شپې راهیسې تړلې وه چې دواړو غاړو کې سلګونه لوی او واړه ګاډي اېسار ولاړ وو.