د کاناډا د کنګل هاکي ښځینه ټیم روسیې ته د ژمنیو المپيکي لوبو په لړ کې په یوې له ناندریو ډکې لوبه کې ماته ورکړه.
وروسته له هغه چې د روسیې د هاکي ځینې لوبغاړې کرونا نیولې وې او څو ورځې قرنطین وې د کاناډا د هاکي ټیم حاضر نه وو چې له روسي لوبغاړو سره د لوبې ډګر ته ووځي.
روسي لوبغاړې نیم ساعت په میدان کې معطل وې.
کاناډايي لوبغاړو شرط اېښی وو چې د روسانو منفي معاینه باید دوی ته ښکاره شي.
بالاخره پرېکړه په دې وشوه چې د دواړو ټیمونو لوبغاړې تر خولۍ لاندې ماسک هم وتړي او لوبه وکړي.
لوبه ۶ – ۱ د کاناډا په بریا پای ته ورسېده.
کاناډا او روسیه د کنګل هاکي له مخکښو او سیالو لوبډلو شمېرل کېږي.