د کونړ په دانګام کې د واورې ښوویدو پېښه کې ۹ کسان مړه او ۵ ټپیان شوي

د افغانستان په نقشه کې کونړ

د کونړ په دانګام ولسوالۍ کې د واورې ښوویدو شااوخوا ۱۵ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د دغه ولایت د د اطلاعاتو او کلتور سرپرست رئیس نجیب الله حنیف ازادۍ راډیو ته تائید کړه چې پېښه نن سهار وختي له ډیورنډ کرښې سره نږدې په ګوریګاه سیمه کې شوې.

هغه وویل چې تراوسه له واورو نه د ۹ کسانو مړي را ایستل شوي، پنځه کسان ټپیان هم دي.

د دانګام ولسوالۍ د ځوانانو شورا مشر ذبیح الله هم ازادي راډیو ته تائیدکړه چې د واورې ښوویدنې په دې پېښه کې هغه ډله ځوانان تر واورو لاندې شوي چې غوښتل یې په قاچاقي توګه پاکستان ته واوړي.