د سوداګرۍ خونه: د تېر لمریز کال پرتله هندوستان ته د صادراتو کچه لوړه شوې

ارشیف؛ هند ته د هوایي دهلېز له لارې صادرات

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه د تېر لمریز کال پرتله هندوستان ته د صادراتو د ډېرېدو خبر ورکوي.

د دغه خونې مرستیال یونس مومند ازادي راډيو ته وویل چې تېر لمریز کال هندوستان ته د افغانستان د صادراتو کچه ۴ سوه میلیونه ډالره وه خو سږکال تر دې دمه دا اندازه ۵ سوه ملیونه ډالرو ته رسېدلې ده.

نوموړی وايي، اوس مهال هندوستان ته د ځمکې او هوا له لارې صادارات کېږي.

ښاغلی مومند وايي، هندوستان ته د افغانستان وچه او تازه میوه، طبی بوټي او قالینې صادریږي.