د افغانستان بانک: هڅه کوو اسلامي بانکدارۍ پراخه کړو

د افغانستان بانک

افغانستان بانک هڅه کوي په دې هېواد کې اسلامي بانکدارۍ پراخه کړي.

د افغانستان بانک له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې په همدې موخه د افغانستان بانک لپاره د طالبانو د دویم مرستیال عبدالقدیر احمد په مشرۍ غونډه جوړه شوه.

د خبرپاڼې له مخې، په یاده غونډه کې ښاغلي احمد وویل چې د افغانستان بانک په هېواد کې د اسلامي بانکوالۍ پراختیا ته ژمن دی او کولای شي د دې برخې د پراختیا لپاره د خصوصي بانکونو لپاره اړینې اسانتیاوې رامنځته کړي.

نوموړي د افغانستان بانک سره په دې برخه کې د خصوصي بانکونو همکاري هم ارزښتمنه وبلله او ډاډ يې ورکړ چې د طالبانو حکومت به خصوصي بانکونو ته په دې برخه کې هر ډول اسانتیاوې رامنځته کړي.

دا په داسې حال کې ده چې پر افغانستان د طالبانو له بشپړۍ واکمنۍ را روسته په دې هېواد کې ګډوډ شوی بانکي سیستم لا هم عادي حالت ته نه دی راګرځېدلی.