ملګروملتونو له افغانستان سره د اسیا پراختیایي بانک د مرستو هرکلی کړی

داخلي بې ځایه شوي کورنۍ

د ملګروملتونو د خوړو او کرنې ادارې، د اسیا د پراختیایي بانک د ۶۵ ملیون ډالرو د مرستې هرکلی وکړ چې په افغانستان کې له اړو کسانو سره د مرستو رسولو لپاره له دغې ادارې سره کړي دي.

دغې ادارې پرون په یوه ټویټ کې ویلي چې دغه پیسې د هغو دوه سوه ملیون ډالرو مرستې یوه برخه ده چې د اسیا پراختیایي بانک ورسره د ۲۰۲۲کال د بحرانونو په وړاندې د غبرګون له پروګرام سره کړې ده.

د ملګروملتونو د خوړو او کرنې ادارې د دغه بانک دا مرسته له دغې ادارې سره د ملاتړ په برخه کې د پام وړ همکاري بللې ده.

په عین حال کې د ملګروملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ پرون وویل، په افغانستان کې چې اوس ژمی دی، ۲۴ ملیون وګړو تر ټولو زیات زیان ګاللی دی، عاجلو مرستو ته اړتیا لري.